د چک حکومت د افغان هوايي ځواک د پیلوټانو د روزنې او نورو پوځي برخو کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده. په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي وايي چې دا ډاډ ده ته د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر میتنار په خپله وروستۍ کتنه کې ورکړی دی. په افغانستان کې د چک جمهوریت پوځي حضور څو ورځې مخکې پای ته ورسېد. اریوبي وايي چې ولسمشر میلوش زیمان، صدراعظم اندرې بابیش او دفاع وزیر له افغانستان سره په اړیکو کې د نوي څپرکي د پیل خبره ورسره کړې ده.
































