پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس دې له خپل مسوولیت تېښته نه کوي. کرزي له ګلوبل ټایمز نشریې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د امریکایي سرتیرو تر راتګ وروسته نه یوازې ترهګري له منځه نه ده تللې، بلکې په وینایې جګړه پيچلې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي. حامد کرزي ویلي، افغانستان کې د روان وضعیت د مهار لپاره د سترو قدرتونو تفاهم اړین دی او په وینایې په ځانګړي ډول چین کولی شي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په سمون کې مرسته وکړي او همدا شان چین د (تروییکا پلس) فارمټ کې د افغان سولې پروسې په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شی.











