د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې په اوس مهال کې تر ټولو مهمه او بېړنۍ دنده دا ده چې د دغه هېواد سوله او ثبات وساتل شي او د تاوتریخوالي مخه ونیول شي. د چین د نړیوالې راډیو د خبر له مخې، وانګ یې چې په بېجينګ کې یې د نړيوالې سولې د نهمې دورې فورم پرانيستونکو مراسمو ته وینا کوله وویل، امريکا تر اوسه د افغانستان په مسئله کې یوازې د پاروونکې رول لوبولی دی. هغه ویلي چې امریکا باید خپل مسوولیت درک کړي، څو د دغه هېواد وضعيت ثابت وساتل شې. وانګ یې د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، امريکا بايد خپل مسوولیت د نورو پر اوږو بار نه کړي او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته دغه هېواد یوازې پرینږدي..
































