راپورونه وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روسیه کې پر کرونا اخته ۶۹۷ کسان مړه شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نن پنځمه ورځ ده چې په روسیه کې د دلتا په نامه د کرونا د نوې بڼې له امله د مړو تر ټولو لوړ شمېر ثبتېږي. راپور کاږي چې دغه راز په همدې موده کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۲۴ زره او ۴۳۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، دا د جنوري مياشتې راپديخوا تر ټولو لوړه ورځنۍ شمیره ده. د ویلو ده چې په روسیه کې د کرونا وبا د خپريدو له پیله تر اوسه څه باندې ۵ نیم ميلیونه کسان پر کرونا وبا اخته شوي چې له دې ډلې ۱۳۷ زره او ۲۶۲ کسانو يې خپل ژوند بایللی دی.
































