په سعودي عربستان کې په بې مخینې توګه د اعدامونو کچه لوړه شوې ده. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې سعودي عربستان د پخوا په پرتله ډېر کسان اعدام کړي دي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده. سرچینه وایي دغه هېواد تېر کال ۱۸۴ کسان په بېلو جرمونو اعدام کړي دي. په عراق کې هم سل کسه اعدام شوي چې د تېر کال په پرتله دوه چنده شمېره ښيي. ایران کې هم تېر کال ټول ټال ۲۵۱ کسه اعدام شوي دي، خو ویل کېږي چې ښايي حقیقي شمېرې تر دې هم ډېرې وي.
































