چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

چین سره نوی نښلیدونکی سړک؛ د اقتصادي ودې او پرمختګ نوې هیلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 10, 2024
in تبصرې
0
هند دې د افغانستان په تړاو پر خپله بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په دې وروستیو کې په بدخشان کې د کوچني پامیر له لارې چین سره نښلېدونکي سړک چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په دې اړه وویل، چې د واخان تاریخي دهلېز د افغانستان او سیمې لپاره د ملا تیر حیثیت لري، او د دې لارې د چارو په بشپړېدو سره به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
دغه نوی سړک نه یوازې دا چې افغانستان له چین سره نښلوي، بلکې په سیمه کې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه د سیمې د خلکو لپاره هم ډېر مهم دی. د سیمې اوسیدونکي د دې پروژې په بشپړیدو خوښي ښيي او د راتلونکي لپاره ډېرې هیلې لري.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، چې د دغه سړک له چارو څخه د لیدنې په موخه سیمې ته تللی و، وویل چې د یاد سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړه چې د واخان تاریخي دهلېز د سیمې لپاره د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو مهم فرصت دی، او د دې لارې د چارو په بشپړېدو او د چين بندر په بېرته پرانيستل کېدو سره به افغانانو ته په اقتصادي برخه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
د واخان تاریخي دهلېز د بدخشان په کوچني پامیر کې پروت دی او له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او چين ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ لپاره یوه مهمه لاره ګڼل کېږي. د دې لارې د جوړېدو او بیا پرانيستل کېدو سره به یو ځل بیا ختیځه اسیا له سویلي اسیا سره ونښلوي او د ورېښمو تاریخی لارې بیا جوړېدل به د سیمې لپاره یو نوی فرصت وي.
افغانستان په دې وروستیو کلونو کې د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه ګڼ شمیر بنسټیزې پروژې پيل کړې دي، چې د دې سړک جوړول هم یوه له دغو پروژو څخه ده. د دې لارې پرانيستل به نه یوازې دا چې د افغانستان اقتصاد ته یو نوې ساه ورکړي، بلکې د سیمې خلکو لپاره به هم د نوي ژوند او پرمختګ فرصتونه لا ډیر کړي .
د افغانستان په ځانګړې توګه د بدخشان خلک د دې پروژې په بشپړېدو خوښ دي او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د دې سړک له ګټو څخه برخمن شي. دغه سړک به د سيمې د خلکو ژوند ته نه یوازې اقتصادي اسانتیاوې راوړي، بلکې د کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پراختیا لپاره به هم يو مهم ګام وي. د دې پروژې په بریالیتوب سره به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو نوی پړاو پيل شي، چې دا به د سیمې د خلکو د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره یو مهم پرمختګ وي.

Previous Post

عمر بولات: د افغان شپنو او بزګرانو ایستل به د کرنې سکټور زیانمن کړي

Next Post

له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه نږدې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایراني حکومت ۴ زره افغان کډوال برمته او زنداني کړي

ایراني حکومت ۴ زره افغان کډوال برمته او زنداني کړي

مې 11, 2022
په ۲۰۲۶م کال کې په چين کې د فلمي ټکټونو ارزښت له ۷ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی

په ۲۰۲۶م کال کې په چين کې د فلمي ټکټونو ارزښت له ۷ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی

فبروري 22, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved