روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۲۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۸۴ تنه مړه شوي او ۸۰۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۲۵ زره او ۹۳۷ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۲۸۳ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.












