د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې تر ډېره پر افغان سوله خبرې شوې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې روانه جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. عمران خان ویلي پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی او تمه لري چې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي. ایراني لوري هم ویلي چې د افغانستان امنیت د ایران لپاره مهم دی او هڅه کوي په افغان سوله کې همکاریو ته ادامه ورکړي. ایراني او پاکستاني لوري داسې مهال دغه څرګندوني کوي چې د ولسي جرګې غړو نن هم پاکستان او ایران په افغانستان کې پر نیابتي جګړه تورن کړل. د وکیلانو په خبره دلته د ایران او پاکستان جګړه روانه ده او ددوی لوړپوړي پوځي جنرالان له طالبانو سره په لیکو کې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي.
































