ګارډین ورځپاڼې ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم مسوولیت لري چې افغانستان کې د جګړو او مرګونو مخنیوی وکړي. د ورځپاڼې په خبره، یاد هېواد باید له خپل مسوولیته ونه تښتي او افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ورټېل نه وهي. ورځپاڼه کاږي، که څه هم امریکا ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې دوی به دغه هېواد یوازې پرېږدي خو ورځپاڼه زیاتوي، که اوسمهال د سولې هڅې ګړندۍ نه شي نو وروسته به په دغه هېواد کې د وژنو او غمونو مخنیوی ممکن نه وي. ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، بایډن باید پر هغه ژمنه کلک ودرېږي چې له ولسمشر غني سره یې په لیدنه کې کړې ده. د ویلو ده چې بایډن ولسمشر غني ته ویلي وو چې د افغانستان یو دوست په سپینه ماڼۍ کې دی او هغه به دا هېواد هیڅکله یوازې پرېنږدي.
































