سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

رسول باوري

احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
in څېرې
0
رسول باوري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

د افغانستان د علم، فرهنګ او مطبوعاتو د لویې کورنۍ ستره علمي هسته پوهاند استا رسول باوري د مرحوم اختر محمد خان زوی او د محمد یعقوب خان لمسی و، چې  په  ۱۳۳۶ لمریز کال  کې یې د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. استاد باوري لومړنۍ زده کړې  د ارزګان ولایت سیدال خان لېسه کې  پای ته ورسولې او  لوړې زده کړې يې بیا د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ  په څانګه کې او ماسټري یې په هالنډ پوهنتون کې په لرغونپوهنه کې واخیسته. پوهاند باوري د کابل پوهنتون په ګډون د خوست او له هیواد څخه بهر په بېلابېلو  کورنیو او نړیوالو پوهنتونونو کې د لرغونپوهنې په برخه کې د استاد په توګه پاتې شوی دی. نوموړی د پوهنې وزارت  د نصاب ادارې د تاریخ برخې رییس،  د شیخ زاهد پوهنتون رییس او د ولسمشر غني د تېرې دورې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او سر پرست هم پاتې شوی دی او دغه راز پوهاند له کلونو راهيسې د افغانستان په ملي راډيو- ټلویزیون کې د فرهنګي میراثونو په نوم یوه خپرونه هم چلوله، چې په یاده خپرونه کې به یې د هیواد تاریخي ابدات معرفي او په مستنده توګه ثبتول. د تاریخي ابداتو په اړه د پوهاند باوري دا کړی خدمت به په کلونو کلونو راتلونکو نسلونو ته پاتې وي. استاد  باوري خپل ډېر عمر د علمي څېړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څېړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ډېر محصلین هم روزلي دي. رسول باوري د هیواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب په برخه کې ارزښتناک ګامونه اوچت کړي دي، چې لیکلي اثار او طرحې یې ښې بیلګې ښودل کیږي. پوهاند رسول باوري د دې هېواد ستره هستي وه، د خبرو، منطق، استدلال او پوهې عظیم شخصیت و. نوموړي د دې هېواد د فرهنګ او لرغونتیا د پالنې او ساتنې لپاره ډېرې هڅې کړې دي. تل یې له ملي هویت او فرهنګ په نره په علمي دلایلو دفاع کړې ده او د دې وطن د راتلونکو نسلونو لپاره یې ګټور اثار په میراث پرې ایښي دي.

پوهاند باوري د استادۍ د سپېڅلي دندې ترڅنګ په لسګونو علمي، تاریخي او څېړنیز اثار لیکلي او  ټولنې ته یې د استفادې لپاره وړاندې کړي دي. د استاد باوري په اړه داسې هم ویل شوي چې د هیواد د لرغونپوهنې په برخه کې تر سلو زیات مستند فلمونه، د ملي موزیم د چارو بیارغونه، د لرغونپوهنې کمېټې د چارو سمون، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو اغیزمن سمون او داسې نور فرهنګي کارونه یې د یادونې وړ دي. پوهاند رسول باوري  د کډوالۍ پر مهال  په سختو حالاتو کې هم  د خپل ګران هیواد او ولسونو لپاره په علمي، فرهنګي او څېړنیزو چارو کې فعال رول لوبولی او ارزښتناکې قلمي هلې ځلې یې کړې دي. پوهاند باوري د افغانستان د تاريخ او لرغونپوهنې د ډګر يو پياوړی عالم، ليکوال او څېړونکی، متواضع او د نرم خوی او نېکو اخلاقو خاوند و او دغه راز په کاري ډګر کې له همکارانو سره د یو لارښود همکار په توګه پاتې شوی دی. استاد باوري سولې ته د رسېدو، ټولنیز عدالت او د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي او په دې ویاړلې لار کې ښه ځلېدلی دی.

د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار او تر ٣٠٠ ډېرې مقالې په هیواد کې او له هیواده د باندې نشریو او ویب‌پاڼو کې خپرې کړې دي او دغه راز  تر ۱۰۰ په ډېرو سمینارونو کې یې ګډون هم کړی دی.

استاد تر نیمه پېړۍ زیات عمر د ښوونې، لیکوالۍ او رهبرۍ له لارې د افغان ملت د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ. په شلمه پېړۍ کې د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر، یوویشتمه پېړۍ کې ښاغلی باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره یوه ښه نمونه وه.

 د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د پوهاند باوري ملګری اورنګ مختار وايي، چې ښاغلي باوري په سختو حالاتو کې د افغانستان داسې ولایتونو ته د تاریخي ابداتو د پېژندنې په موخه سفرونه وکړل، چې چا یې فکر هم نه شوای کولای. نوموړی وايي چې هغه د لرغونپوهنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي او دا نېکي به یې په ټول افغان ملت معلومه وي.

استاد باوري په ۱۳۶۵ کال کې د علامه طرظي د لیکوالۍ میډال او په ۱۳۹۳ کال کې د غازي میر بچه خان میډال تر لاسه کړ. پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري. د ده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده.

د افغانستان د علمو اکاډمۍ مشر ظاهر شکیب وايي، ډېری هغه ځایونه پوهاند باوري خلکو ته وروپیژندل چې هېچا یې په اړه معلومات نه درلودل.

د پوهاند رسول باوري  مشر ورور محمد جان باوري وايي چې د استاد رسول باوري په ژوند کې لوی ارمان په هیواد کې تلپاتې سوله او په ځان بسیا افغانستان و.

د هیواد دې لویې  هستۍ، مثبت فکر، ژمنې ککرۍ او ویاړلي شخصیت پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلونو په عمر له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د افغانستان وتلي او فرهنګي شخصیتونه د هغه مړینه د هیواد لپاره لویه ضایعه ګڼي او وایي چې تشه به یې تر ډېره ډکه نشي.

د هغه ملګري وايي چې د رسول باوري رول د افغانستان د لرغونو اثارو په روښانه کولو کې خورا مهم و. د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار محمد فقیر میوند وايي، پوهاند باوري راتلونکو نسلونو ته دومره کار کړی، چې نوم به یې په پېړیو پېړیو ژوندی وي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال هارون حکمي وایي، د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه د ټول افغان ملت لپاره نه جبرانېدونکې ده او تر ډېره به  د هغه ځای ډک نشي.

د پوهاند رسول باوري پر مړینه په لر او بر پښتنو کې فرهنګي، سیاسي او عامو وګړو خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  ویلي، مرحوم باوري زرګونه محصلین وروزل او د هیواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې یې ډېر خدمتونه کړي. نوموړي د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونو کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، چې مړینه یې لویه ضایعه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د باوري صیب پر مړینه خواشيني ښودلې او ویلي یې دي، ارواښاد پوهاند محمد رسول باوري د هېواد علمي او اکاډمیک شخصیت و، چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې ترڅنگ یې د لرغون پېژندنې په برخه کې ډېر علمي آثار او تحقیقي مقالې له ځانه په میراث پرېښې دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ویلي، پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغون پېژندونکی، ليکوال او ښه څېړونکی و چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسې دندې تر څنګ په لسګونو علمي- څېړنيز اثار او په سلګونو علمي- څېړنيزې مقالې د لرغون پېژندنې په برخه کې ليکلې دي، چې د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري.

استاد رسول باوري د خپل وخت یو ستر عالم او تاریخ پوهه و، د هغه مړینه د لر او بر افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه!

Previous Post

دغه څښاک په نهره  روغتیا ته زیان رسوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
عبدالله مقری
څېرې

عبدالله مقری

by Spogmai Radio
جون 29, 2021
Next Post
کرزی: ګاونډيان دې د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا د سولې په انیستیتوت: د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات به اوږده موده ونیسي

د امریکا د سولې په انیستیتوت: د طالبانو او افغان حکومت مذاکرات به اوږده موده ونیسي

اگست 17, 2020
پوهنتون خپرونه | شیکاگو پوهنتون

پوهنتون خپرونه | شیکاگو پوهنتون

نوومبر 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved