طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي. په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري. هغه دغه راز ویلي چې د سولې خبرې به په راتلونکو څو ورځو کې ګړندۍ او یو نوي پړا ته داخلې شي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو د دې څرګندونو غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې یوازینی حل خبرې اترې دي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی په زور د چا واک ته رسېدل نه مني او دواړه لوري جدي خبرو اترو ته هڅوي.
































