د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي ویلي چې د جګړې شدت د درک وړ دی خو ټینګار کوي چې دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان له یوه پېچلي پوځي پړاو څخه تېرېږي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د نوموړي له قوله زیاته کړې، افغانستان په یو حساس او برخلیک ټاکونکي نظامي پړاو کې قرار لري خو ډاډ ورکوي چې افغان ملي اردو، ملي پولیس، د ملي امنیت ځواکونه او د خلکو پاڅونونه په ټول قوت او شته امکاناتو سره په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو څخه په کلکه دفاع کوي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه خپل اوج ته رسېدلې او په ترڅ کې یې طالبانو تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.
































