د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی خو ټینګار کوي چې شاتګ د جګړې یو اصل دی او دې مسئلې ته دې افغانان هیڅ اندېښنه نه کوي. شینواري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو سخت به وځپل شي. هغه څرګنده کړې، بې له شکه چې اوس سختې شیبې دي خو په خبره یې افغان ځواکونه په تجدید قوا بوخت دي او کله چې ارایش د قوا وشو نو ژر به یرغل پیل او د جګړې په ډګر کې خپلې لاسته راوړنې هېوادوالو ته وښیي. هغه یو ځل بیا ډاډ ورکړی دی چې افغان ځواکونه په ټول قوت د خپلې خاورې او خلکو دفاع ته چمتووالی لري او په پوره مېړانه به یې ساتنې ته دوام ورکړي.
































