روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۶۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۶۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱ لک او ۳۰ زره او ۱۱۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۴۷۷ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې پر کرونا د اخته او مړه شویو کسانو شمېر مخ په ځوړ دی خو روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د دغې وبا د پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.












