ترکیه وايي د کابل هوایي ډګر په اړه یې له امریکا سره مثبتې او ګټورې خبرې لرلې دي. ترکیې ویلي چې ددفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال سره د کابل هوایي ډګر د امنیت پر تامین خبرې کړې دي او دا خبرې رغنده او اغېزناکې وې. ترکي لوري ویلي چې خبرې پای ته نه دي رسېدلي بلکې ادامه لري تر دې چې د کابل هوایي ډګر امنیت ترکي ځواکونو ته وسپارل شي. د امریکا ددفاع وزارت هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ګټورې او اغېزناکې خبرې یې لرلې او ترکیه به د یوه ښه متحد په توګه د سرتېرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د امنیت په تامین کې رغنده رول ولوبوي.
































