په بنګله دېش کې د خوراکي توکو او مشروباتو په یوې کارخانې کې د اور لګیدو له کبله د مړو شمېر ۵۲ تنو ته لوړ شوی دی. دا پېښه پرون د مرکز ډهاکې د باندې شوې ده. د اطفايي یو چارواکي رسل شیکدر ویلي چې اور په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ کې د خوراکي توکو او مشروباتو په کارخانې کې لګېدلی دی. د اور علت لا معلوم نه دی او دا هم معلومه نه ده چې د اور لګېدو په وخت کې څومره کسان په کارخانې کې دننه وو او څومره کسان ورک دي. په بنګله دېش کې د اور لګېدو پېښې کله ناکله کیږي او لوی علت یې محافظتي نیمګړتیاوې بلل کیږي.
































