په امریکا کې د هوا د ګرموالي له اړخه خلکو ته خبرداري ورکړل شوي دي. د امریکا په دوو لویو ایالتونو نوادا او کالیفورنیا کې په راتلونکو ورځو کې د هوا د لا ګرمېدو راپور ورکړل شوی دی. حکومتي ادارو له خلکو غوښتي چې په سړو سیمو کې پاتې شي او د خپل ځان د ساتنې لپاره هڅه وکړي. په دغه ایالتونو کې په ځينو دښتو او بیابانونو کې د هوا درجه تر ۵۴ سانتي ګراد هم اوښتې ده. امریکا کې داسې مهال د هوا د ګرمېدو راپور ورکول کېږي چې کاناډا کې یې تر دې دمه د لسګونه کسانو ژوند اخیستی دی او لا هم ګرمه هوا د لوړ عمر لرونکو د ژوند لپاره خطر بلل کېږي.
































