سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کار او دندې پر مهال تر فشار لاندې یاست، غواړی پرمختګ وکړی؟

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کار او دندې پر مهال تر فشار لاندې یاست، غواړی پرمختګ وکړی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

یوازې تاسو نه یاست چې په خپل کاري چاپېریال کې له سټرس سره مخ کېږی. ډېری کسان په ځينو حالاتو کې د سټرس او اضطراب احساس کوي. په دنده او کار کې سټرس درلودل، د هغو مهمو مسایلو له ډلې څخه دي چې هم کار کوونکي او هم د کار مشران تر خپلې اغېزې لاندې راولي او د روغتیا لپاره یې ډېر زیانمنوونکي عناصر لکه ستړیا، د سر درد، اضطراب او اندېښنه له ځان سره لري.

موږ په دې مقاله کې هڅه کړې څو په ګډه سره پر دې پوه شو چې څه ډول کولای شو په کار او دنده کې خپل سټرس مدیریت کړو او حللارې یې کومې دي؟

لومړۍ حللاره: خپل کارځای ته مو له ټاکل شوي وخت څخه یو څه مخکې حاضر شئ، څو پر خپلو چارو باندې بشپړ تسلط ولرئ.

خپل ساعت مو له ټاکلي وخت څخه لس تر پنځلسو دقیقو مخکې کوک کړئ؛ څو وکولای شی چې خپلې ورځنۍ چارې له ټاکلي وخت څخه مخکې پیل کړی. هڅه وکړئ چې له لسو تر پنځلسو دقیقو مخکې له کوره ووځئ. په دې صورت کې به د راحت او تازه کېدو لپاره په کافي توګه وخت پیدا کړی که پر لاره له کوم خنډ او ځنډ سره هم مخ شی، نو دفتر ته په رسېدو کې به درباندې نه ناوخته کېږي. ښايي مراجعين او پېرودونکي مو تر تاسو وړاندې دفتر ته رسېدلي وي، له هغوی سره روغبړ  او ښه رويه هم ستاسو پر بريا نېغ اغېز لري. که پر خپل وخت کارځای ته ورسېږی، نو تر ډېره به مو مراجعین او په ټوله کې هغه کسان چې له تاسو سره یې کار بند دی، له تاسو خوښ وي.

دویمه حللاره: که مو کاري مېز او چاپېریال نا منظم وي، منظم او ترتیب یې کړئ.

خپل کاري مېز او چاپېریال ته ځغلنده نظر وکړئ او وګورئ چې ایا ستاسو پر روحیه باندې اغېز کوي او که نه. که چېرې ستاسو د کار شاوخوا چاپېریال ګډوډ او نا منظم وي، ښايي د ورځې تر پایه د سټرس او ذهني ګډوډۍ احساس وکړی. د ورځې په ترڅ کې مو خپل ازاد وخت، د کاري مېز او شاوخوا چاپېریال د اضافي ورقو او کاغذونو منظم کولو ته ځانګړی کړئ او هر هغه څه چې اړتیا نه ورته لری، لرې یې وغورځوئ. خپل ځان عادت کړئ څو په اونۍ کې یو ځل خپل کاري مېز ترتیب او تنظیم کړئ؛ په دې توګه به مو نه یوازې کاري چاپېریال پاک او منظم وي، بلکې له ذهني ستړیا او سټرس څخه به په امن کې وی.

درېيمه حللاره: د کاري ورځې په پیل کې لومړی پر خپلو مهمو پروژو باندې کار وکړئ

د خپلو هغو کړنو لېست چمتو کړئ چې باید په نږدې ورځو یا راتلونکې اونۍ کې یې تر سره کړی. په خپل لېست کې مو لومړیتوب هغو کړنو ته ورکړئ چې مهمې دي او باید ژر یې پای ته ورسوی او ور پسې هغو کړنو ته وار ورکړئ چې ډېرې مهمې نه دي او تر سره کول یې اوسمهال اړین نه دي. په یوه وخت کې د څو کارونو د تر سره کولو لپاره د سټرس اخیستلو پر ځای، خپله انرژي د تر ټولو مهم پروژو پر تر سره کولو ولګوئ.

څلورمه حللاره: په یوه وخت کې د بې شمېره پروژو د تر سره کولو مسوولیت مه اخلئ.

 د هغو پروژو لېست چمتو کړئ چې په دې وروستیو کې یې پر تر سره کولو بوخت یاست. له حده زیات کار مه کوئ. که مو له مخکې څخه ډېر مسوولیتونه پر غاړه اخیستي وي، په پوره جرئت او ادب سره څرګنده کړئ چې اوسمهال د نورو مسوولیتونو د منلو توان نه لری. کله مو چې پلان او پروګرام مشخص شو، وروسته بیا کولای شی چې نورې پروژې او مسوولیتونه هم پر غاړه واخلی. دا سمه ده چې هره دنده خپلې ستونزې او ننګونې لري. که مو دنده هر څومره اسانه او یا هم سخته وي، په دواړو حالتونو کې هڅه وکړئ چې مسلکي واوسی. په دنده کې بریا په مسلکيتوب، وړتیا، رښتینولۍ، کاري چاپېریال او د زده کړې په درجې پورې تړلې ده. که څوک خپله دنده په سمه توګه پرمخ نه شي بېولی، ښه ده چې پر خپلې ناتوانۍ اعتراف وکړي او په یوه داسې دنده پسې وګرځي چې له سویې سره یې سمه وي او په راتلونکې کې یې د پرمختګ لامل شي. کله چې له نیوکې سره مخ کېږی، په حقیقت  کې خپل کمزوري ټکي پېژنی او لومړیتوبونو ته مو پام کېږي. که مو کله ريیس او یا هم بل همکار درباندې نیوکه کوي، ژر عکس العمل مه ښکاره کوئ، ځکه په دې سره به ستونزه لا لویه شي. ښه ده چې ځان ته وخت ورکړئ، له يو بل سره خبرې وکړئ او په ارامۍ سره یو بل ته قناعت ورکړئ. هغه ځای چې تاسو پکې کار کوی، کېدای شي شخصي دفتر، روغتون، دولتي اداره او یا هم د پېر او پلور یوه مغازه وي؛ خو دا ټول د ساعت تېرۍ ځایونه نه دي. په دنده کې د مسلکي اخلاقو درلودل د بریا یوازینی رکن دی.

پنځمه حللاره: د کاري ورځې په اوږدو کې څو ځله خپل ځان ته ارام او استراحت ورکړئ

د خپلې کاري ورځې په اوږدو کې هغه وختونه مشخص کړئ چې وکولای شی له پنځو تر لسو دقیقو پورې پکې د ارام ساه واخلئ، د بدن ستړیا رفع کړئ او اوبه یا قهوه پکې وڅښئ. له خپل ځانه ډېر کار مه اخلئ، پر ځای یې د ارام کېدو او ژورې ساه اخیستو لپاره وخت په پام کې ونیسئ، څو وکولای شی خپل سټرس کم کړی.

د بېلګې په توګه، که چېرې ستاسو کاري ساعت د سهار له اتو څخه د غرمې تر دوولسو بجو او د ماسپښین له یوې د ماذیګر تر پنځو بجو پورې وي، کولای شی د سهار په لسو او د ماسپښین په دریو بجو، له پنځو تر لسو دقیقو پورې استراحت وکړئ او یو ګیلاس چای یا قهوه نوش جان کړئ.

شپږمه حللاره: که چېرې تر فشار لاندې یاست، کار مو بل چاته وسپارئ

اجاره ورکړئ څو همکاران مو پر دې پوه شي چې د تر سره کولو لپاره ډېر کارونه لری. په ډېر ارام او ادب سره له خپل یوه همکار څخه وغواړئ څو ستاسو د کار د یوې برخې تر سره کول پر غاړه واخلي، په دې سره به مو د کاري پلان سټرس را کم شي او په اسانۍ سره به وکولای شی چې مدیریت یې کړی. د بېلګې په توګه، تاسو کولای شی هغوی ته ووایاست چې: زه د تر سره کولو لپاره ډېر کارونه لرم او فکر نه کوم چې ټول به یې بشپړ کړای شم. ایا کولای شی ټلېفوني اړیکو ته ځواب ورکړی؛ څو زه وکولای شم خپلې چارې بشپړې کړم؟

که چېرې ونه شی کولای چې په کارځای کې خپل سټرس له منځه یوسی او یا یې کم کړی، کچه به یې ورځ تر بلې لوړه شي او په دې سره به کاري چاپېریال درته په یوه ستړي کوونکي ځای بدل شي. نو غوره ده چې د کار په جریان کې د سټرس درلودلو پر مهال له خپلو ملګرو، همکارانو او یا د کورنۍ له غړو څخه د مرستې او لاسنیوي غوښتنه وکړئ او د هغوی په مرسته خپل کاري سټرس کم کړئ، ذهن مو ارامه کړئ او په پوره انرژۍ سره خپلو ورځنیو چارو ته ورسېږی.

– وړاندیزونه او حللارې وړاندې کړئ

که غواړی چې یو غوره کارکوونکی شی، نو د کار اړوند مسایلو په اړه مو بې تفاوته مه پاتې کېږئ. کېدای شي هغه څه چې تاسو یې پېشنهاد کوی سم نه وي، خو ښه خبره دا ده چې ريیس او یا مدیر مو تاسو د یوه فعال کارکوونکي په توګه پېژني او پوهېږي چې د کار او ادارې ګټې درته مهمې دي.

دا سمه ده چې د ريیس او یا مدیر قانع کول ستونزمن کار دی، خو هڅه وکړئ چې باور یې لاسته راوړی څو مو د بریا په لار کې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي. لکه څه ډول چې مخکې وویل شول، کېدای شي ستاسو حللاره د چا خوښه نه شي، خو هڅه به مو دا وي چې د ستونزو پر مهال ارو مرو د حل یوه لاره تاسو هم په ګوته کړئ، ځکه که تاسو هېڅ هم ونه وایی، کېدای شي تاسو د یوه کمزوري او بې تفاوته کس په توګه وپېژندل شی. هغه وخت د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې پر مهال له تاسو سره مشوره نه کېږي. د ادارې مشران یوازې په هغو کارکوونکو پسې ګرځي چې ځیرک وي او بس.

Previous Post

وېنډوز۱۱ به د وېنډوز۱۰ کاروونکو ته وړیا وي

Next Post

ملګري ملتونه: په افغانستان کې روانو حالاتو د افغانانو ژوند تریخ کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: په افغانستان کې روانو حالاتو د افغانانو ژوند تریخ کړی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې روانو حالاتو د افغانانو ژوند تریخ کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د فراه په روغتونونو کې د سترګو ۳۳۵ وړیا عملیاتونه پیل شوي

د فراه په روغتونونو کې د سترګو ۳۳۵ وړیا عملیاتونه پیل شوي

دسمبر 26, 2023
له شېرخان بندر څخه تر کندوز پورې د برېښنا مزي بدلولو چارې پیل شوې

له شېرخان بندر څخه تر کندوز پورې د برېښنا مزي بدلولو چارې پیل شوې

اکتوبر 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved