د کندوز د برېښنا شرکت ریاست مسوولینو له شېرخان بندر څخه ترکندوز پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د کندوز د برېښنا شرکت رییس ویلي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ له شېرخان بندر څخه د کندز تر مرکزي سب اسټېشن پورې د ۶۳ کیلو متره په اوږدوالي د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د بدلولو عملي چارې پیل شوي، چې چارې به یې په دوومیاشتو کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې د کندز د برېښنا عمومي لګښت ۵۰ میګاواټه انرژي ده، چې د تاجکستان له وارداتي برېښنا څخه تامینېږي.












