سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې روانو حالاتو د افغانانو ژوند تریخ کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
in افغانستان
0
ملګري ملتونه: په افغانستان کې روانو حالاتو د افغانانو ژوند تریخ کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ملگري ملتونه وايي، په افغانستان کې د روانو جګړو، کرونا وبا او وچکالۍ له کبله د میلیونو افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی. په افغانستان کې د یاد سازمان مرستیال رامز اکبروف په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، که څه هم دغه سازمان روان کال له ۳.۷ میلیونو افغانانو سره بشري مرستې کړي، خو په خبره یې، لا هم د دغه هېواد درېیمه برخه نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره: «د اوسني بېړني حالت او وچکالۍ له کبله د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي له بشري ناورین سره مخ دي، د دغه هېواد نږدې نیمايي ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي، دا وضعیت دردوونکی دی، دوی باید له دې حالته راویستل شي».

اکبروف دغه راز زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له ګواښوونکې څپې سره مخ دی او دې چارې د ډېریو افغانانو ژوند تریخ کړی دی. نوموړی د بشري مرستو پر کارکوونکو بریدونه د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې یوازې په روان کال کې په دغه هېواد کې د بشري مرستو ۲۵ کارکوونکي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره: «دا اسانه نه ده، یوازې په روان کال کې د بشري مرستو د رسونې پر مهال د بشري مرستو ۲۵ کارکوونکو خپل ژوند بایللی، ۶۰ نور ټپیان شوي، زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې د بشري مرستو کارکوونکي بې طرفه دي، نو ټول اړخونه باید د دوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.»

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیال د جګړې له کبله د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده او له ټولو مرستندویه بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دوی لاسنیوی وکړي.

په ورته مهال د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده هم په یاده غونډه کې خبرداری ورکړ چې په ټول هېواد کې د جګړو، وچکالۍ او کرونا وبا له کبله نږدې ۱۲ میلیونه کسان له ناوړه حالت سره مخ دي. پاینده دغه راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، که په روان وضعیت کې د افغانانو لاسنیوی ونه کړي، ښايي په هېواد به ستر بشري ناورین رامنځته شي. د پاینده په وینا: «د بشري مرستو لپاره چې د ملګرو ملتونو او د افغان حکومت له خوا کومه ګډه غوښتنه نن وشوه، باید ټول ورته پاملرنه وکړي، ترڅو له یوه ستر انساني ناورین څخه مخنیوی وشي».

ملګري ملتونه داسې مهال له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي، چې دغه هېواد اوسمهال  له سختې جګړې، شدیدې وچکالۍ او د کرونا ویروس له وژونکې وبا سره لاس او ګرېوان او میلیونه وګړي یې جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.

Tags: Top
Previous Post

د کار او دندې پر مهال تر فشار لاندې یاست، غواړی پرمختګ وکړی؟

Next Post

د روان بشري ناورین پر وړاندې څه کېدلی شي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغانستان کوم لوري ته ځي؟

د روان بشري ناورین پر وړاندې څه کېدلی شي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هلمند کې د ۹۳ ښوونځيو ودانۍ رغول کېږي

هلمند کې د ۹۳ ښوونځيو ودانۍ رغول کېږي

مې 5, 2023
شي جين پينګ به د چين او فرانسې د تصدیو خاوندانو د کمېټې د شپږمې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون وکړي

شي جين پينګ به د چين او فرانسې د تصدیو خاوندانو د کمېټې د شپږمې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون وکړي

مې 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ