چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

افغانستان؛ سختې شېبې تجربه کوي

شفيق الله مشال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
عرب نیوز: د افغانستان نا امني به ګاونډیو ته په ستر سر خوږي بدله شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ له افغان ولس سره لويې اندېښنې پیدا کړې دي. له کومې ورځې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه وشوه، تمه داسې وه چې په افغانستان کې به دغه ناورین چې کلونه کلونه یې وخت ونیو، پای ته به ورسیږي او افغانان به په خپلو منځونو کې په خبرو سره جوړ او نور به افغانان پر خپله خاوره د ژوند ساه واخلي او ارامه ژوند به پیل کړي؛ خو د دغې تمې خلاف له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې جګړې زور واخیست، طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولسوالیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې په کمه موده کې یې ډېرې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د ولسوالیو نیول یو څه عادي خبره نه ده، ځکه چې له دې وړاندې د وړو پوستو نیول ډېر ګران کار و، چې دغه کار د افغان حکومت لپاره یوه لویه ماتې ګڼل کیږي؛ ځکه چې اوسنی نظام د ولسونو په همکارۍ او قربانۍ سره تر دې دمه ساتل شوی، که حکومت د ولسونو همکاري په خپله په لوی لاس له لاسه ورکړي، نو دا به بیا د حکومت لپاره یوه لویه ضایع وي چې هېڅوک به یې جبران نه کړي چې پایله به یې د نظام په سقوط سره پای ته رسیږي؛ خو اوس په کم وخت کې د لویو ولسواليو سقوط او په ځینو ځایونو کې پرته له مقاومته د افغان ځواکونو له لوري د سیمو پرېښودلو او له ولسوالیو څخه تر ښاره د جګړې رسېدو خلک حیران کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دومره چټکۍ سره د هیواد د ډېرو ولسوالیو سقوط په څه مانا؟ آیا طالبان پیاوړي شول چې افغان حکومت یې اوس مخه نشي نیولی او که د پردې تر شا بل څه دي؟ او که د افغان حکومت په امنیتي چوکاټ کې نیمګړتیاوې او فساد موجود دی؟

په کم وخت کې د طالبانو له لوري د ډېرو ولسوالیو سقوط زیات عوامل لري:

لومړی؛ د حکومت په چوکاټ کې په تېرو کلونو کې حکومتي چارواکو او سیاسیونو د دغه ډول حالت د راتلو او ورسره مخامخ کېدلو لپاره هېڅ راز چمتووالی نه درلود.

دوی به په خپلو منځو کې د چوکیو پر سر سره وران وو، په پراخه کچه فساد کې ښکېل وو، د ملي ګټو پر ځای یې د شخصي ګټو لپاره کار کاوه، اوسمهال یو ناڅاپي له دغه ډول وضعیت سره مخامخ شول چې کابو کول به یې ورته یو څه سخت تمام شي؛ ځکه چې دوی په تېر کې د خپل حکومت او نظام لپاره څه ونه کړل، اوس یوڅه ناوخته شوی چې لږه بې‌غوري دغه کار لا پسې ناوخته کوي او د حکومت کړۍ تنګوي.

دویم؛ د طالبانو پیاوړتیا، بې له شکه چې په دغه باندې هر سړی خبر دی، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې حمایت کیږي، هلته یې ټپیان وړل کیږي او درملنه یې کیږي، چې دغه خبره څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم وکړه، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، دلته یې مړي راوړل کیږي او ټپیان یې تداوي کیږي.

پاکستان په افغانستان کې له اوسني وضعیت څخه د ګټې پورته کولو په لټه کې دی او دغه فرصت د امریکا وتل دي، چې نږدې ۹۰ سلنه ځواکونه یې وتلي او پاتې یې ممکن په لنډو ورځو کې ووځي .

اوس چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بشپړ ډول د وتلو خبره کیږي، نو پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو په واسطه په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته په اسانۍ سره ورسیږي، چې بیا د دوی لپاره د دې لارې تعقیب ګټور دي او له جګړې څخه هم داسې ښکاري چې دوی په افغانستان کې د سولې نه؛ بلکې د جګړې لپاره کار کوي.

درېیم؛ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ هره ورځ د ولسوالیو لاس په لاس کېدو، په یادو سیمو کې خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي. په کومو سیمو کې چې جګړو زور اخیستی، له هغې ورځې په هغو سیمو کې د ژوند بېړۍ په ټپه درېدلې ده. په هغو سیمو کې روغتیایي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز، ښوونیز او روزنیز او دې ته ورته نور زیات خدمات په ټپه ولاړ دي.

د جګړو له سیمې هره ورځ په سلګونه او زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي او د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره ورڅخه د خپل ژوند هر ډول کارونه پاتې شوي دي، ژوندي یې په بې سرپنا، غربت، بې روزګارۍ او اور کې تېرېږي.

په دغه جنګ کې د ډېرو افغانانو کورونه وران شول او په ځینو ځایونو کې بازارونه او د خلکو مالونه وسوځېدل، چې دغه کار لا هم دوام لري. افغان حکومت ولې د جګړو په مهار کولو کې پاتې راغلی چې جګړې یې د ولایتونو تر مرکزونو ورسېدې؟ آیا افغان حکومت یې د مهار کولو وړتیا نه لري که کومه بله خبره ده؟

خو افغان چارواکي خپل پوځونه له افغان خاورې څخه د ساتنې لپاره وړ بولي او وایي چې له افغانستان څخه دفاع کولی شي او ورسره هم د نړۍ ځینې مشران او د ځینو هیوادونو استازي هم دغه خبره کوي، چې افغانستان اوس منظم او تجهیز شوی پوځ لري، چې له خپلې خاورې څخه به دفاع وکولی شي؛ خو بیا ولې دوی په شا کیږي او د ولایتونو تر مرکزونو جګړې رسیږي؟ او هره ورځ د څلورو او پنځو په شمېر کې ولسوالۍ د طالبانو له لوري نیول کیږي او حکومت یې په اسانۍ سره پرېږدي، چې دوی یې تاکتیکي شاتګ بولي؛ خو چې دوی ورته هر څه وایي سیمې او ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېږي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې دي، چې دغه کار د خلکو اندېښنې راولاړې کړې دي، چې په دې تړاو تر ډېره افغان حکومت خاموش دی.

له دولت څخه په لوی لاس ډېرېدونکې ناامنۍ چې د مهار کولو طریقې یې اوس د حکومت په لاس کې شته، خو چې دوی دغه کار نه کوي، حتماً کوم راز پکې شته دی.

که حکومت د ولسوالیو د سقوط او د جګړې د کنټرول کولو لپاره کار ونه کړي، همداسې دغه بې‌غوري ادامه ولري او د خلکو په ژوند ملنډې ووهل شي، ربړول او وژل جریان ولري، که دغه کار  هره ډله هم کوي، مسوولیت به یې افغان حکومت ته راجع کیږي، چې په دې سره  به افغان حکومت د ولس په منځ کې شته خپل موقف او اعتبار له لاسه ورکړي.

Previous Post

هغه ځیرک موبایل چې یوازې ۱۰ دقیقو کې چارجېږي

Next Post

د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري

د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ټرمپ له کور څخه د تر لاسه شویو اسنادو جزیات خپاره شول

د ټرمپ له کور څخه د تر لاسه شویو اسنادو جزیات خپاره شول

سپتمبر 4, 2022
جمشیدي؛ د دوغارون له لارې یوه اونۍ کې ۹۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

جمشیدي؛ د دوغارون له لارې یوه اونۍ کې ۹۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

جون 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved