چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
in افغانستان
0
د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره جوخت، پر جګړو او نښتو سربېره، ښکېلو خواوو په دغه هېواد کې د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت د محدودولو لپاره هڅې ډېرې کړې دي. رسنۍ او د بیان ازادي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تېرو دوو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي، په دې وروستیو کې یې د حکومت او طالبانو لخوا د محدودیت هڅې ډېرې شوې دي. تېره اونۍ د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو د رسنیو او د رسنیو له مدافع بسټونو سره د یوې ګډې ناستې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که رسنۍ د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو، په خپلو نشراتو کې بدلونونه رانه ولي، پر وړاندې به یې جدي قانوني چلند وشي.

د حکومت له دغه خبرداري وروسته، د یو شمېر رسنیو مسوولینو او مدافع بنسټونو پر حکومت نیوکه وکړه چې غواړي په هېواد کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت محدود کړي. د پژواک خبري اژانس په نامه د یوې خصوصي رسنۍ مشر دانش کړوخېل د حکومت دغه کار د قانون خلاف بولي او ټينګار کوي چې رسنۍ په پرې ډول خپلې چارې مخ ته وړي او که حکومت په دې برخه کې کومه نیمګړتیا ویني، د خبرداري او تورونو پر ځای یې دې له قانوني لارو تعقیب کړي. نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه حکومت په دې سره پر رسنیو لوی اتهام وارد کړ، دا کار یې له قانون سره په ښکاره توګه په ټکر کې دی، که کومه ستونزه وي، د اصولو او قانون له مخې دې یې تعقیب کړي، پر ټولو رسنیو دا ډول اتهام واردول د بیان له ازادۍ او ډيموکراسۍ سره په ټکر کې ده»

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په ورته مهال د افغانستان د نجات حرکت هم وایي چې په تېرو شلو کلونو کې د ملاتړ وړ لاسته راوړنو څخه یوه هم د بیان ازادي ده او د بیان له ازادي پرته جمهوریت مانا نه لري. اعلامیه کاږي، د هېواد د موجوده اساسي قانون د ۳۴مې مادې په رڼا کې د بیان ازادي له هر ډول تطمیع او تهدید څخه خوندي ده او هر افغان حق لري چې خپل نظر په ازاد ډول څرګند کړي. اعلامیه کاږي، چې په دې وروستیو کې د دولت مشران او ځینې امنیتي او عدلي نهادونه د نظام د ملاتړ په پلمه د رسنیو مسوولین او د نظر خاوندان په هدفمندانه توګه ګواښي تر څو د دولت پر ناقص مدیریت تنقید ونه کړي. دغه حرکت د هېواد د اوسني ناورین ستر لامل د حکومت کمزوری مدیریت بللی او زیاته کړې یې ده چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې نوي ګواښونه د نظام د ریښو د ایستلو مانا لري. په اعلامیه کې له حکومتي مشرانو غوښتنه شوې چې د رسنیو، شنونکو او د نظر خاوندانو د ګواښلو پر ځای غوره ده چې خپلې مدیریتي کمزورۍ سمې او هېواد له اوسني ژور کړکېچ څخه وباسي.

په ورته مهال د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی هم وايي چې په افغانستان کې رسنۍ په سختو شرایطو کې خپلو فعالیتونو کې دوام ورکړی او حکومت باید د مختلفو بهانو له مخې، پر رسنیو فشار پای ته ورسوي. د یادونې ده چې طالبانو هم د رسنیو کارکوونکو ته بیا بیا خبرداری ورکړی، که په خپلو چارو کې بې طرفي ونه ساتي، پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

Tags: Top
Previous Post

افغانستان؛ سختې شېبې تجربه کوي

Next Post

د جمهوریت ساتلو لپاره دېکتاتوري او استبداد

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغانستان کوم لوري ته ځي؟

د جمهوریت ساتلو لپاره دېکتاتوري او استبداد

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د برازیل د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلېفوني خبرې وکړې

وانګ يي د برازیل د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلېفوني خبرې وکړې

اگست 29, 2025
چين او روسيه به ګډ پوځي تمرين وکړي

چين او روسيه به ګډ پوځي تمرين وکړي

جولای 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved