ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان تاریخ شاهد دی چې هیڅوک نه شي کولی له بهره دغه هېواد ته سوله راولي. ورځپاڼې څرګنده کړې، امریکایي او ناټو ځواکونه نشي کولی چې تر ابده په افغانستان کې پاتې شي خو دا پوښتنه یې هم مطرح کړې ده چې ایا اوس له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو ته شرایط برابر دي او کنه. د ورځپاڼې په خبره، کله چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده نو د سیمې هېوادونو په دغه هېواد کې لاسوهنې پیل کړې دي. ورځپاڼې ټینګار کړی دی چې بهرنۍ مداخلې باید بندې شي او دا د افغانانو مسوولیت دی چې په خپلمنځي خبرو سره له خپلو چارو د بهرنیانو لاسونه لنډ کړي او نور چې هر دول وي خپل هېواد باید تلپاتې سولې ته ورسوي.
































