د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې په هدف د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو نن قطر ته روان شو. ټاکل شوې چې دغه اته کسیز پلاوی به په دوحه کې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه پر بنسټیزو مسایلو خبرې پیل کړي. د یاد پلاوي مشر او د مصالحې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته هیله څرګنده کړه چې طالبان دا هڅې د سولې لپاره یو فرصت وبولي، ځکه په خبره یې، روانه جګړه او د ولسوالیو نیول کومه پایله نه شي ورکولی. ده زیاته کړه چې دغه پلاوي ته له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو بشپړ صلاحیت ورکړل شوی دی. په ورته مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې په دغه پړاو کې ټاکل شوي پلاوي ته د سولې په تړاو پوره واک ورکړل شوی دی.
































