چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

روانه خطرناکه جګړه په بې رحمۍ د ملکي وګړو ژوند اخلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 25, 2021
in افغانستان
0
روانه خطرناکه جګړه په بې رحمۍ د ملکي وګړو ژوند اخلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې جدي اندېښنې پارولې دي. د راپورونو له مخې، په هېواد کې د بشري حقونو او ملکي وګړو د خوندیتوب ډلو په تازه څرګندونو کې د جګړو له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي. دوی همدا راز په هېواد کې د جګړو اوسنۍ کچه هم د جدي اندېښنې وړ بللې او په خبره یې، ښکېلو لورو د سولې تر خبرو وروسته نه یوازې دا چې جګړې کمې کړې نه دي، بلکې تاوتریخوالی یې ډېر کړی او پر یو بل یې بریدونو ته زور ورکړی دی.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک یوه تمه دا وه، چې ورسره جوخت به بین‌الافغاني خبرې پيل شي او په دې سره به په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شي. اوس سره له دې چې د بین‌الافغاني خبرو له پيل هم څو میاشتې اوړي، خو په کور د ننه نه یوازې دا چې جګړه نه ده کمه شوې، بلکې لا ډېره شوې او دواړو خواوو پر یو بل سختو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. له دې سره جوخت په هېواد کې د بشري حقونو او ملکي وګړو د خوندیتوب د ډلو غبرګونونه هم پارېدلي دي. دوی په هېواد کې روان تاوتریخوالی غندي او د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ بولي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د همدې څرګندونو په دوام په هرات کې د ملکي وګړو د خوندیتوب یوې ډلې ویلي، چې د هرات په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو په تېره په ولسوالیو کې د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب دغه اجرايي ډله وایي چې د سولې تر هوکړې وروسته نه یوازې دا چې جګړې کمې شوې نه دي، بلکې ډېرې شوې چې ورسره جوخت ملکي تلفات هم لوړ شوي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د دې ډلې غړی ملنګ برهاني وایي، طالبان او حکومت دواړه جنګي تخلفات ترسره کوي او ملکي وګړي د سپر په توګه استعمالوي. د ده په خبره، په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ نښتې ډېرې شوې چې تر ټولو ډېر تلفات پکې ملکي وګړو ته اوړي. د برهاني په خبره، په دې نښتو کې نه یوازې دا چې ملکي وګړو ته ځاني تلفات اوړي، بلکې دوی ته درانه مالي تلفات هم اوړي. هغه زیاتوي: «په دې موده کې جګړې شدیدې شوې دي. خلکو ته تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي. کورونه او د عامو ګړو د هستوګنې سیمې د جګړې په مورچلونو بدلې شوې دي، په تېره په ولسوالیو کې جګړې له غرونو او دښتو کورونو او کلیو ته راغلې دي».

د دې ډلې یو بل غړی سید اشرف سادات ادعا کوي، چې طالبان او حکومتي ځواکونه د عامو وګړو سیمې او کورونه د ځانونو د ساتلو لپاره د سپر په توګه کاروي. هغه وایي، په دې وروستیو کې چې جګړې شدیدې شوې، نو د ملکیانو مالي او ځاني تلفات هم ځکه لوړ شوي، چې د وسله والو له لوري یې د هستوګنې سیمې او کورونه د سپر په توګه کارول کېږي. د ده په خبره: «اوس هم جګړه په تر ټولو بې رحمه بڼه په افغانستان کې روانه ده. په ډېره خطرناکه توګه ملکي افغانان د جګړو له امله قرباني کېږي. د دولت مخالفین له خلکو د ځان د ساتنې لپاره استفاده کوي. د افغانستان خلک نور د دې قربانۍ توان نه لري او ژوند د مرګ تر ژامه لاندې تېروي».

تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو او د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم په هېواد کې د جګړو پر اوج او ملکي تلفاتو جدي اندېښنه ښودلې وه. دوی له ښکېلو لورو غوښتي وو چې ژر تر ژره مذاکرات یوې پایلې ته ورسوي او په کور د ننه دې جګړې ختمې کړي.

طالبان او افغان حکومت بیا یو بل د ملکی تلفاتو مسوول بولي. افغان حکومت وایي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او د دوی د بریدونو له امله ملکي وګړي قرباني کېږي، خو طالبان بیا وایي چې حکومت د ملکي تلفاتو مسوول دی. بلخوا د سولې خبرې په ځنډنۍ توګه مخ ته روانې دي چې دلته یې د جګړې پر کمولو اغېز نه دی کړی.

Tags: Top
Previous Post

سیګار:د هوایي ډګر له VIP لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

Next Post

غورياني: ډېر ژر به په هېواد کې دری سوه نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
غورياني: ډېر ژر به په هېواد کې دری سوه نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستل شي

غورياني: ډېر ژر به په هېواد کې دری سوه نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لاروف:  نړۍ باید له ا.ا سره تعامل وکړي

لاروف: نړۍ باید له ا.ا سره تعامل وکړي

اپریل 2, 2022
قزاقستان له پنځه زره سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده

قزاقستان له پنځه زره سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده

سپتمبر 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved