چین یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د چين له ولسمشر شي جین پینګ سره تلیفوني خبرې کړي دي. د چین ولسمشر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې هېواد یې په ټوله مانا د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ددغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړ کوي او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي. هغه همدا راز له ولسمشر غني سره ژمنه کړې چې د کرونا یو میلیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته لېږي. ولسمشر غني هم په دې تلیفوني مکالمه کې د سولې له پروسې سره د چین همکاري اړینه بللې ده او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.
































