د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په ځينو ښارونو کې سیلابونه راوتلي چې د پنځو کسانو د مرګ سبب شوي، خو نورې رسنۍ بیا دا شمېره تر دې هم لوړه ښيي. بلخوا په پېښه کې ګڼ کسان ټپیان شوي دي او شاوخوا دېرش کلي په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوي دي. ایراني حکومت وایي چې په ځپل شوو سیمو کې یې ژر تر ژره خلکو ته د اوسېدو لپاره خیمې او نور اړین توکي ورکړي دي او هڅه کوي له دوی سره مرستې ډېرې کړي. بلخوا په ځينو نورو ښارونو کې بیا د وچکالۍ له امله د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي چې په تازه پېښه کې د پولیسو له لوري یوه ټپي شوي لاریون کوونکي هم د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده
































