ایکنومیسټ خپرونه وایي چې د شپې له تیارې څخه په استفادې له بګرام هوایي اډې څخه په وتلو امریکا، څلوېښت میلیونه نفوس لرونکی هېواد په تیاره کې پرېښود او یوازې یې خپلې پېښې سپکې کړي. راپور کاږي چې د دې موضوع تر شا دوه عوامل دي، یو دا چې امریکا په خپله شل کلنه جګړه کې ماتې وخوړه او بل هم دا چې د دغه هېواد په حضور کې د افغانستان وضعیت تر ټولو ډېر ترینګلی شو او دوی یوازې دومره پلمه غوښته چې خپل سر سلامت وباسي. د راپور یوه برخه کې راغلي، چې امریکا د افغانستان پر شل کلنه جګړه تر دوه میلیارده ډېر لګښت وکړ، زرګونه سرتېري یې قرباني شول او اوس پرته له کومې څرګندې لاسته راوړنې له افغانستان څخه وځي. راپور کې وړاندې راغلي، سمه ده چې القاده ډله نور په افغانستان کې ځپل شوې خو امریکا دا هېواد په داسې حال کې یوازې پرېږدي چې یو شمېر نورې ډلې په دغه هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د راپور له مخې، په داسې حال کې چې افغان دولت او امریکا د سولې یو توافق ته د رسېدو لپاره په مذاکره بوخت دي په دغه هېواد کې د بهرنیو لوبغاړو مداخله کولی شي افغانستان نور هم بې ثباته کړي او روانه جګړه د څو نورو کلونو لپاره وغځوي. دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه غواړي چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره ځواکونه راولېږي، خو طالبانو یې دا اقدام اشغال بللی او پر وړاندې یې د جګړې خبرداری ورکړی دی.
































