د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، طالبان اوس د افغانستان د نیمايي ولسوالیو د مرکزونو کنټرول په لاس کې لري. میلي ویلي، داسې ښکاري چې طالبانو په وروستیو کې چټک پرمختګونه کړي. د ده په وینا د افغانستان د ۴۱۸ ولسوالیو له مرکزونو څخه تر ۲۰۰ د ډېرو ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر ولکې لاندې دي. پخوا میلي ویلي و چې طالبان د ۸۱ ولسوالیو پر مرکزونو کنټرول لري. نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې طالبانو تراوسه د کوم ولایت مرکز نه دی نیولی خو د نیمايي ولایتونو د مرکزونو پر څنډو یې فشار راوړی دی.












