وسله والو طالبانو ویلي، د راتلونکو پېښېدونکو حالاتو مسوول به ولسمشر غني وي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې د هر ډول پېښېدونکو حالاتو مسوول به ولسمشرغني وي. غني پرون د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال له افغان سرتېرو وغوښتل چې په روانو درې میاشتو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره لاس په کار شي او ځانونه نړۍ ته ثابت کړی چې افغانان نه تسلیمېږي او له خپلې خاورې ساتنه کولی شي. غني زیاته کړه، د افغان سرتېرو له مېړانې او همت سره به په شپږو میاشتو کې دننه افغانستان د امن څښتن شي. طالبانو د سولې مذاکراتو سره هممهاله د ولسمشر غني دغه ډول څرګندونې جګړې ته د تشويق کولو په معنى بللي.
































