ازبکستاني چارواکو ویلي داسې کوم قانوني اساس نشته چې د امریکا په غوښتنه د زرګونو افغانانو موقتي کوربتوب وکړو چې د امریکا ویزې ته منتظر دي. د رویترز اژانس وایي واشنګټن د ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان څخه غوښتي چې شاوخوا ۹۰۰۰ هغو افغانانو ته ځای ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په وجه اوس د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. قزاقستان او تاجکستان تر اوسه د امریکا د غوښتنې په هکله له تبصرې ډډه کړې ده. خو د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزایوف ځانګړي استازي عصمت الله یرګاشیف د منځني اسیا لومړنی چارواکی دی چې په علني توګه په دې موضوع خبرې کوي. یرګاشف وایي ازبکستان د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال کنونسیون ندی لاسلیک کړی، او ددې هیواد خپل قوانین چا ته د پناه ورکولو په اړه ځانګړي مقررات نه لري.
































