روسیې د افغانستان او تاجکستان پرګډه پوله جنګي تجهیزات او پوځي وسایط ځای پرځای کړي. د روسیې دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې روسي الوتکې د افغانستان او تاجکستان سرحد ته د دې وسایطو د انتقال په حال کې دي. روسیه اندېښنه لري چې افغانستان کې د جګړې تر شدت وروسته، ممکن یوشمېر جنګیالي د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ولاړ شي. پر همدې مهال روسي چارواکو ويلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو دوام سره هممهاله روسیه او ازبکستان له افغانستان سره پر پوله، هوایي پوځي تمرینونه ترسره کوي. د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې دغه پوځي تمرینونه د جولای له دیرشمې پیل او د اګېست مياشتې تر شلمې پورې دوام مومي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هیڅوګ په افغانستان کې د یوې مشخصي سیمې د موخې ګرځولو په فکر کې نه دي او یا حتی افغانستان باندې د برید په فکر کې نه دي.
































