تاجکستان د افغانستان سره پر پوله د افغان کډوالو احتمالي څپې لپاره تیاری نیسي. تاجکستان په افغانستان کې په دې وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او جګړو د کچې د لوړیدو له امله ۱۰۰ زرو افغان کډوالو ته پناه ورکولو ته چمتوالی نیسي. د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیسیون مرستیال امام علي ابراهیم زاده ویلي چې، افغانستان سره پر پوله کې د خاطلون او بدخشان ولایت نه احتمالي کډوالۍ څپې په خاطر يي په چمتوالي نیولو پيل کړی دی. نوموړي ویلي، د اړتیا وړ توکو لپاره يي د ډیپوګانو په جوړولو پیل کړی دی.
































