د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې داعش ډلې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې ماتې وخوړه، رهبران یې ووژل شول خو دغه ډلې نورو ولایتونو ته مخه کړې ده او د خپلو لیکو د پیاوړتیا په لټه کې ده. ملګري ملتونه وایي دغه ډله ځوانان او هغه وسله وال طالبان او سخت دریځي جلبوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالف دي. ملګري ملتونه همدا راز وايي چې القاعده شبکه هم په افغانستان کې فعاله ده او دمګړی په پنځلسو ولایتونو کې حضور لري. سرچینه کاږي چې ددغه ډلې په لیکو کې د افغانانو تر څنګ د سیمې د هېوادونو وګړي شته دي. ملګرو ملتونو ادعا کړې چې ددغه شبکې مشر هم په افغانستان کې دی خو له ناروغۍ کړېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی.
































