قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی او ویلي چې، ددغه دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې یو نهه کسیز پلاوی چین ته تللی او هلته یې له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو او دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
تیره یوه میاشت کې دا د طالب مشرانو درېیم سفر دی چې د سیمې هیوادونو ته یې کوي تر دې مخکې یې پلاوو له ایراني او ترکمن چارواکو سره هم لیدلي وو.
طالبانو ویلي، چین ته یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. دغه راز چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو همکارو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد په کورنیو چارو کې ځان ته د مداخلې اجازه هم نه ورکوي.
































