ترکیې ویلي چې ایټالیا ته پر لار یې ۲۰۸ نور افغان کډوال نیولي دي. د ترکي پولیسو په خبره، دوی هغه ۲۰۸ افغانان نیولي دي چې غوښتل یې د دغه هېواد له لارې په غیر قانوني توګه ایټالیا ته ځانونه ورسوي. چارواکو ویلي چې نیول شوي کډوال یې بېرته د ترکیې ایوواچیک ښار ته لېږدولي دي او ژر به یې بېرته افغانستان ته ولېږي. ترکیې وروسته تر هغه د خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي دي چې څه موده وړاندې یو اروپایي هېواد وویل چې ترکیه د کډوالو لپاره تر ټولو غوره ځای دی خو ترکي چارواکو یې څرګندونو ته غبرګون کې زیاته کړه چې هېواد یې د کډوالو کوم کمپ نه دی.
































