د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې هند ته په یو رسمي سفر تللی دی وایي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی به دغه هېواد له یو نامعلوم برخلیک سره مخ کړي. هغه چې له خپل هندي سیال جی شنکر سره یو ځای یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، دوی د افغانانو پر وړاندې د طالبانو پر روان ظلم ژوره خواشیني څرګندوي. هغه ویلي، دوی په دې وروستیو کې د افغانانو پر وړاندې د طالب وسله والو د ظلمونو او دغه راز د تاوتریخوالي د لوړې کچې شاهدان دي او دا چاره د افغانستان او افغانانو پر وړاندې د دغې ډلې بدې ارادې څرګندوي. بلینکن یو ځل بیا ویلي چې جګړه د حل لار نه ده او که چېرته طالبان ښه شهرت غواړي او دا هیله لري چې د مشرانو نومونه یې له تور لیست څخه لرې شي نو باید د خبرو مېز ته حاضر او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
































