روسیه په افغانستان کې له روان وضعیت په اندېښنه کې ده. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې په سازمان شوې توګه د پیاوړتیا په حال کې دي او دا به روسیې او ټولې سیمې ته خطرونه جوړ کړي. د شویګو په وینا له همدې امله دوی هڅه کوي تر ټولو سخت تدابیر په تاجکستان کې ونیسي او له افغانستان هر ډول احتمالي خطرونه په دغه هېواد کې دفع کړي. هغه ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په بېړه او بې وخته وو ځکه په دې سره به په ټوله سیمه کې امنیتي ستونزې ډېرې شي. هغه زیاته کړې چې په تاجکستان کې د نظامي اډې د پیاوړتیا په لټه کې دي او تر څنګ یې د لا ډېرو تاجکستاني سرتېرو روزنه او تجهیز پيل کړی دی. روسیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
































