روسي چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر لرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د اوس وخت لپاره دا احتمال ډېر لرې دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي. نوموړي هیله ښودلې چې د ملي روغې جوړې پروسه به پیلېږي چې په پایله کې به یې د ملي تړون حکومت جوړ شي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا احتمال چې طالبان به ټول افغانستان ونیسي ډېر لږ بللی. کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې طالبان دې افغانستان ونیولی شي.
































