د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان کډوال باید اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهدحفيظ چودري پرون د خپلې اونیزې خبرې غونډې پر مهال وویل چې په پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي او په وینا یې دغه هېواد نه غواړي چې د افغانستان امنيتي وضعیت لا پسې خراب شي او پاکستان ته د نورو افغان کډوالو جوپې ورماتې شي، ځکه چې دده په وینا اسلام آباد نور د افغان کډوالو ورتګ نه شي زغملای. نوموړی وایي اسلام آباد له کابل سره د خپلو اړیکو د کچې راټيټول په پام کې نه لري او نه غواړي له افغانستانه خپل سفیر وروغواړي او نه هم د دې کار هوډ لري. چودري وویل اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې افغان حکومت خپلې ټولې هڅې د دغه هېواد پر سیاسي حل لارې متمرکزې کړي ځکه چې په وینا یې د افغانستان د کشالې حل یوازې له سیاسي لارې شونی دی.
































