د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې د نړۍ حکومتونه دې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په نوم ځپونکي اقدامات نه کوي. هغه وویل کرونا د خلکو په مبتلا کولو کې تبعیض نه کوي، خو دولتونه د دې وبا د اغېزو په خاطر په تبعیض قایلېږي. ګوترش ټینګار وکړ چې تر کرونا وروسته د وضعیت د سمولو لپاره په کار ده چې ټول لاس سره ورکړي او سلګونه میلیارده ډالره ولګوي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کرونا وبا اخته دي چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۸۳ زره کسان مړه شوي او د هغو کسانو چې درملنه یې شوې شمېر له اووه لکو او ۲۲ زرو کسانو اوړي.
































