سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

بوئینګ

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 1, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
بوئینګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا شرکت په واشنګټن  کې  ویلیام ای بوینګ  جوړ کړی دی. هغه دا شرکت د ۱۹۱۶ کال په جون میاشت کې د ارام اوقیانوس د هوايي تولیداتو په نوم جوړ کړ. د مخکې له مخکې تنظیم شوي پلان له مخې، د همدې کال د جولای په ۱۵مه دوی د بې انډ ډبلیو دوو الوتکو له لارې خپل لومړنی پرواز پیل کړ. هغه وخت کې جرج کونراد او ملوان د امریکا دوو مشهورو انجنیرانو مرسته ورسره کړې وه. د ۱۹۱۷ کال په مې میاشت کې د بوئینګ هوايي شرکت په نامه ثبت شو. ویلیام اې بوئینګ خپلې زده کړې په یله پوهنتون کې پای ته رسولې وې. په لومړي سر کې یې د لرګیو د صنعت په برخه کې فعالیت کاوه. د لرګیو د صنعت په برخه کې د نوموړي تجربو او معلوماتو د الوتکو په جوړولو کې ډېر په درد وخوړل.

په ۱۹۲۷ کال کې بوئینګ هوايي کرښه جوړه کړه. نوم یې ورباندې د بوئینګ هوايي لېږد رالېږد کېښود. وروسته بیا د ارام اقیانوس په نامه فعالیت پیل کړ، چې بیا وروسته بېرته له بوئینګ سره یو ځای شو. وروسته دوی خپل نوم د امریکا د لېږد رالېږد او الوتکو جوړولو شرکت باندې بدل کړ، دوی ځانته ځینې سټنډرډونه وټاکل او د همغه له مخې یې خپل فعالیتونه کول. یاد شرکت وروسته د امریکا د هوايي حمل نقل ملي شرکت واخیست. وروسته په امریکا کې یو قانون جوړ شو چې د هغه له مخې به د الوتکو جوړونې او الوتکو د لېږد رالېږد شرکتونه سره بېلېدل، یانې هغه شرکت چې الوتکې جوړوي، نشي کولی چې له هغه په لېږد رالېږد کې هم کار واخلي. دوی اړ دي چې خپلې الوتکې وپلوري، نو دا شرکت هم په دریو شرکتونو ووېشل شو، د ایالاتو هوايي کرښې، د ایالاتو د الوتکو جوړولو ټکنالوژي او د بوئینګ د الوتکو جوړولو شرکت هغه درې څانګې وې، چې بوئینګ ورباندې ووېشل شو.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

له لږ مودې وروسته دوی له پان امریکن نړیوال شرکت سره یو قرارداد لاسلیک کړ. په همدې توګه نو د نړۍ د لویو الوتکو جوړول پیل شول. دوی د الوتکو ټکنالوژۍ ته پراختیا ورکړه او همدا و چې پر اوقیانوس او هوا له هېواده بل ته د مسافرو لېږد رالېږد پیل شو. په هغه وخت کې د بوئینګ ۳۱۴ الوتکې لومړنی پرواز د ۱۹۳۸ کال په جون کې تر سره شو، دا په هغه وخت کې تر ټولو ستره غیر نظامي الوتکه وه چې د ورځې لخوا یې ۹۰ او د شپې لخوا ۴۰ مسافر لېږدولی شوی. یو کال وروسته د بوئینګ تر ټولو ستر او اوږد پرواز تر سره شو، دا نو لومړنی منظم پرواز و چې الوتکې له امریکا د هغه وخت برېتانیا ته وکړ.

په ۱۹۳۸ کال کې بوئینګ پر بوئینګ ۳۰۷ ماډل الوتکې چې استرالاینر نومېده، کار بشپړ کړ. دا نو د یاد شرکت تر ټولو پر مختللې الوتکه وه، په هر ډول هوا کې یې پرواز کولی شوی، همدارنګه د وسایلو او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یې پوره امکانات درلودل، یادې الوتکې دا وړتیا درلوده چې په ۲۰۰۰۰ فوټه لوړه سطحه کې پرواز وکړي.

په دویمه نړیواله جګړه کې بوئینګ بې شمېره جنګي الوتکې تولید کړې. په هغه وخت کې یې ډ‌ېری کارکوونکې ښځې وې، د دوی خاوندان جګړې ته تللي وو، دوی اړ وې چې د خپلو کورنیو نفقه پيدا کړي، نو بوئینګ شرکت دوی ته د کار لپاره تر ټولو ښه ځای و. د ۱۹۹۴ کال په مارچ کې د الوتکو تولید همداسې ګړندی و، په هغه وخت کې یې هره میاشت ۳۵۰ الوتکې تولیدولې، د دې لپاره چې یاد کارځای څوک په نښه نه کړي، دوی یې بهرنۍ فضا او چت د شنو وښو په څېر پوښلي او رنګ کړي وو.

کله چې جګړه پای ته ورسېده، د جنګې الوتکو بازار سوړ شو، په همدې سبب د ۷۰۰۰۰ زرو په شاوخوا کې کارکوونکي له بوئینګ شرکت وایستل شول. دوی په همدې وخت کې د استریوکرویزر په نامه الوتکه جوړه کړې وه، دوی کوښښ کاوه چې له جګړې وروسته دوی ته اوښتی زیان د دې الوتکې د پلور له لارې جبران کړي. دا الوتکه ډېره پرمختللې وه، څلور ماشینونه یې لرل، دا الوتکه په امریکا کې تر بي ۲۹ الوتکې پرمختللې او قوي وه؛ خو له دې ټولو سره سره بوئینګ چې کومه هیله له دې الوتکو لرله، هسې ونه شول، هر څه په زیان کې روان وو، دوی نو کوښښ وکړ چې د ګټې لپاره نوې لارې چارې وپلټي.

په ۱۹۵۰ کال کې ټکنالوژۍ یو څه پرمختګ وکړ چې همدې پرمختګ بوئینګ ته د دې وړتیا ورکړه، څو پر خپلو الوتکو ډېر کار وکړي. دوی په دې توګه خپل محصولات نور هم پراخ او پياوړي کړل. د دوی لومړنی کار په دې ډول الوتکو کې دا و چې د راکټ پر یوه ټکنالوژي یې کار وکړ. یادې ټکنالوژۍ د دې وړتیا لرله چې د دښمن الوتکه په نښه کړي. وروسته وورسته یې ستر او قوي راکټونه هم په خپلو الوتکو کې زیات کړل.

په ۱۹۸۵ کال کې بوئینګ شرکت د ۷۰۷ الوتکې تولید پيل کړ. په دې توګه امریکا د روسیې د توپولف یو ۱۰۴ پر وړاندې سوداګریزه ایرلاینر وړاندې کړه چې په همدې توګه یې د انګلیس له کامت او د فرانسې د سود آویشن کاراوله سره د مقابلې وړتیا لرله. له بوئینګ ۷۰۷ سره یاد شرکت او امریکا د څلور ماشینه او قوي الوتکو څښتنه شوه، امریکا نو اوس داسې قوي الوتکه درلوده چې په یوه وخت یې ۱۵۴ کسان وړلی شوی او د نړۍ تر ټولو ستره سوداګریزه الوتکه وه. څو کاله ورورسته یې بوئینګ ۷۲۰ جوړه کړه، دا الوتکه هم چټکه وه او هم قوي وه. په دې الوتکه کې لرو او نږدې سیمو ته سفرونه کېدلی شوی.

بوئینګ کمپنۍ یوازې مسافر وړونکې الوتکې نه تولیدولې، دوی د جګړو لپاره په لوړه پيمانه هیلوکوپټر تولید کړي دي. پياسکي هیلکوپټر په ۱۹۶۰ کال کې بوئینګ ته فرمایش ورکړل شو. د ورتول د برخې لخوا د هغه جوړولو ته اړین اقدام وشو، وروسته شینوک الوتکې هم په همدې برخه کې جوړې شوې، دغو الوتکو خپل لومړنی پرواز په ۱۹۶۱ کال کې تر سره کړ، دا څرخي الوتکه د لوړ قوت او کیفیت د لرلو له امله نن هم د نړۍ په قوي الوتکو کې راځي. ورتول کمپنۍ وروسته خپل تولیدات پراخ کړل او څه موده وروسته یې شینوک ۴۶ سي ایچ جوړه کړه. اپاچي څرخي الوتکې په چریکي جګړو کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې الوتکې دي او په افغانستان کې د امریکا پوځ په چاپو او نورو عملیاتو کې د بریدونو په موخه کارولې هم.

بوئینګ کمپنۍ وروسته خپل کارونه پراخ کړل، د لنډ او اوږده پرواز لپاره یې په ۱۹۶۷ کال کې بوئینګ ۷۳۷ جوړه کړه، دا نو د الوتکو په ډګر کې هغه الوتکه وه چې تر ټولو ډېره وپلورل شوه، دا الوتکه تر اوسه پورې تولیدېږي، خو د پام وړ پرمختګونه یې په بېلو برخو کې شوي دي.

په ۱۹۷۰ کال کې بوئینګ کمپنۍ له یوه بحران سره مخ شوه، اپولو پروژه لغوه شوه، دا نو هغه څه وو چې دا شرکت یې سخت تاواني کړ، دوی بیا د تېر په شان پلان جوړ کړ چې د سوداګریزو الوتکو د پلور له لارې خپل زیانونه جبران کړي. خو د الوتکو د پلور او پېر بازار ګرم و، مګر بوئینګ په دې بریالی نه شو چې ان په یوه کار کې یو قرارداد هم واخلي. وروسته بله ضربه چې دې شرکت ولیده، هغه دا وه چې د امریکا سنا مجلس پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به د بوئینګ شرکت له ځينو برخو مالي او نور ملاتړ نه کوي، دا نو د دوی لپاره ستره ضربه وه، بوئینګ پرېکړه وکړه چې له خپلو ټولو څانګو ځينې کسان وباسي، یوازې په سیاتل ښار کې یې ۸۰ زره کارکوونکي له ځان سره وساتل، دا هم په همدې شرکت کې د پخواني شمېر په پرتله چې تر دې پرېکړې مخکې یې له دوی سره کار و، نیم په نیمه و. وروسته یې بوئینګ ۷۴۷ و ازمویله، دا څلور ماشینه الوتکه وه چې په یوه وخت کې یې د ۴۵۰ مسافرو د لېږد وړتیا لرله، ډېرې اسانتیاوې یې لرلې، دا نو تر ۲۰۰۱ کال پورې د بوئینګ لپاره یو ریکارډ و، تر دې دمه دا یوازینی شرکت و چې دغه ډول الوتکې یې تولیدلی شوی. په هغه وخت کې یې ۱۴۰۰ دانې ورته الوتکې تولید کړې. اوس یې بیا تر دې هم ستره او قوي ایرباس اې ۳۸۰ جوړه کړې ده.

په ۱۹۸۳ کال کې د دې شرکت اقتصادي حالت له سره وغوړېد، په همدې کال کې یې مسافر وړونکې ۷۳۷ زرمه الوتکه تولید کړه. وروسته چې کله د الوتکو او هوايي سفرونو مینه‌وال ډېر شول، نو په دې برخه کې رقابت پراخ شو، بوئینګ هم د دې رقابت چې په اصل کې له اروپا پیل شوی و، یوه برخه وه.

د ۱۹۹۴ کال په اپریل کې بوئینګ مسافر وړونکې جیټ الوتکه جوړه کړه، دغې الوتکې دوه ماشینونه درلود او نوم یې هم جیټ بوئینګ ۷۷۷ و. یادې الوتکې له ۳ تر ۴ سوه مسافر لېږدولی شوی. دا نو داسې الوتکه وه چې په هغه وخت کې یې د تر ټولو اوږد سفر نوم وګاټه، د اروپايي الوتکو پر وړاندې رقابت ته ووتله.

په وروستیو کلونو کې بوئینګ د ایرباس کمپنۍ له پراخ رقابت سره مخ دی، له ۱۹۷۰ کال راهیسې ایر باس د خپلو الوتکو تولید ته زور ورکړی، دوی ډول ډول الوتکې جوړوي.  د بېلګې په توګه، ایرباس اې ۳۲۰ هغه الوتکه ده چې په پراخه توګه له نوې ټکنالوژۍ برخمنه ده او کولی شي تر ډېره د مسافرو په لېږد رالېږد کې اغېزمنه تمامه شي.

بوئینګ کمپنۍ دمګړۍ په پراخه توګه د الوتکو په تولید کې کار کوي او په دې برخه کې یې ډېر پرمختګونه کړي دي. د امریکا د پوځ له لوري په افغانستان کې کارېدونکې ډېری الوتکې هم د همدې شرکت محصول دي.

دا کمپنۍ د خپل عمر په اوږدو کې د ډېرو مدیرانو له لوري اداره شوې چې هر یوه یې په خپلو هڅو سره دا شرکت تر یوه ځایه رسولی دی. د بوئینګ شرکت د تر ټولو شهکار محصول بوئینګ ۷۴۷ مخترع جو ساتر د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه ومړ. نوموړي په دې شرکت کې کلونه کار کړی دی، عمر یې ۹۳ کاله و، جو ساتر د ۱۹۲۱ کال په مارچ کې د امریکا په سیاتل کې پیدا شو. هغه د همدې شرکت په شاوخوا کې لوی شو، ده ډېره هیله لرله چې الوتکې جوړې کړې، بیا یې د امریکا په واشنګټن پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه پر ځان باور درلود چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو ښکلې او قوي الوتکه جوړوي. نوموړی له هغه وروسته راغی په همدې شرکت کې یې کار پيل کړ او بوئینګ ۷۴۷ یې جوړه کړه چې د خپل وخت تر ټولو ستره قوي او ښکلې الوتکه ده. دې الوتکې د اسمان د ملکې لقب وګاټه او جو د اسمان د ملکې د پلار په نامه و نومول شو. یادې الوتکې دوه پوړونه درلودل چې تر ۴۵۰ کسه مسافر یې ځایولی شوی، دا الوتکه اوس هم د نړۍ تر ټولو مشهوره او محبوبه الوتکه ده.

 

Previous Post

د وړتیاوو پېژندل مو د پرمختګ سبب ګرځي

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د قطر امیر: د دایمي سولې د راتګ لپاره همکاریو ته ادامه ورکوو

د قطر امیر: د دایمي سولې د راتګ لپاره همکاریو ته ادامه ورکوو

سپتمبر 6, 2021
اوچا: افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ یو

اوچا: افغانستان کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ یو

جولای 2, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved