د پاکستان لومړي وزیر د قطر له امیر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د قطر امیر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې له ټولو ممکنو لارو باید په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه په بشپړه توګه ختمه کړل شي او قطر د تل په څېر په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. شیخ تمیم دغه راز ټینګار کړی چې نړیوال باید له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي څو دغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي او پرمختګونه د جګړو د کمولو سبب شي. عمران خان هم ویلي چې پاکستان په خپل څنګ کې د یوه امن افغانستان غوښتونکی دی. هغه زیاته کړې چې نړیوال او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې خپلې مرستې پيل کړي.











