د راپورونو له مخې لاریون کوونکي په فرانکفورټ ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي وو او ددغه هېواد پر ضد یې شعارونه ورکول. لاریون کوونکي وایي پاکستان په افغانستان او ټوله سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او دغه هېواد دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي. دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، فشارونه ورباندې ډېر کړي څو په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خپلې ورانۍ ختمې کړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. تر دې وړاندې په برېتانیا، سویډن، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د پاکستان پر ضد لاریونونه کړي وو او ددغه هېواد وروستۍ نیابتي جګړه یې غندلې وه.


































