افغان حکومت وایي پوځ له لاسه د وتلو سیمو د نیولو لپاره پراخ عملیات پيل کړي دي او ژر په روان وضعیت کې مثبت تغیر راشي. د امنیتي سکټور ویاند اجمل شینواري نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره اونۍ د طالبانو پر ضد شاوخوا ۲۲۱ عملیات ترسره کړي چې په دې لړ کې ۱۳۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې د ګمرکونو، له لاسه وتلو ولسوالیو او سرحدي سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي. نوموړي دغه راز وویل چې هلمند ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي او هڅه کوي په لومړي سر کې دغه ولایت کې دفاعي خطونه تقویه کړي او تر هغه وروسته چاڼیز عملیات پيل کړي. امنیتي ادارې داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دمګړی د هېواد په درېیو ولایتونو هرات، کندهار او هلمند کې سختې جګړې روانې دي، خو حکومت وایي چې طالبان یې له پرمختګ راګرځولي دي.
































