ولسمشر غني وایي چې طالبانو هیڅ راز مثبت تغیر نه دی کړی، بلکې لا ظالمان شوي دي. هغه یو ځل بیا څرګنده کړې چې طالب وسله والو تر اوسه پورې د سولې لپاره هیڅ اراده نه ده ښودلې او ټینګار یې کړی دی چې دغه ډله سوله نه غواړي. نوموړي چې د کابینې غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته په اشارې وویل چې دغې ډلې، په نیول شویو سیمو کې په ښوونځیو کې هغه مضمونونه هم له نصاب څخه لرې کړي دي چې پکې حب الوطن زده کوونکو ته ورښودل کېږي. ولسمشر غني دغه راز ویلي چې یادې ډلې تاریخ او جغرافیه هم له نصاب څخه حذف کړي او په دې سره هڅه کوي چې هېواد د بربادۍ لور ته سوق کړي. طالبانو تر اوسه د نوموړي دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.











