امریکا وایي چې زرګونو هغو افغانانو ته به په امریکا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی. رویټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دوی پلان لري چې زرګونه نورو هغو افغانانو ته هم امریکا ته د ورتګ زمینه برابره کړي چې د دغه هېواد تر مالي ملاتړ لاندي یې جوړ شویو پروژو، غیر دولتي ادارو او رسنیو کې کار کړی وي. یاد وزارت وایي، دا ډله کسان له هغو ۲۰ زره ژباړنو او نورو همکارانو څخه بېل دي چې امریکا ته یې د لېږدولو لړۍ پیل شوې ده. امریکا وایي، د دغو کسانو لېږدول هم د دوی دویم لومړیتوب دی.
































