ایران وایي په حکومت کې د ننه د اسراییلو استخباراتو نفوذ کړی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې اسراییلي استخباراتو ان ددوی اټومي اسنادو ته لاسرسی موندلی و او هغه یې د امریکا د هغه مهال له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره شریک کړي دي. د روحاني په خبره د همدې اسنادو تر لیدو وروسته ټرمپ اټومي تړون لغوه کړ. روحاني وایي د ایران په حکومت کې د موساد نفوذ د اندېښنې وړ دی او په خبره یې دا نفوذ دومره پراخ شوی چې هر ایرانی چارواکی باید د ځان په اړه اندېښنه ولري. نوموړي ویلي چې د ایران راتلونکي حکومت ته په چارو کې بریا غواړي او تمه لري چې د سیمې د استخباراتو لاسونه له دغه هېواد لنډ کړي.
































