چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې خبرې، لومړني او کوچني، خو مثبت ګامونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2020
in تبصرې
0
د سولې خبرې، لومړني او کوچني، خو مثبت ګامونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې ټول لوی خنډونه لرې شوې او تمه ده چې دا خبرې په راتلونکو څو ورځو کې په دوحه کې پیل شي. د افغان دولت تخنیکي ټیم په دوحه کې دی او د طالبانو د مذاکراتي ټیم پاتې غړي هم دوحې ته رسېدلي دي. د خبرو د پيل په مراسمو کې به د ډاکټر عبدالله په ګډون ځیني سیاستوال، د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او ځیني نور بهرني دیپلوماتان هم برخه واخلي.

که څه هم اوس هیله ډېره ده، خو تر هغو چې د سولې خبرې پیل شوې نه وي، لا هم د دې شونتیا شته چې و دې ځنډیږي او ښکېل اړخونه دې د تمې خلاف دریځ ونیسي. له همدې امله لا هم سل سلنه یقیني نه ده چې خبرې حتمي په څو ورځو کې پیلیږي، خو دا ځل د پخوا خلاف مهم او اساسي پرمختګ شوی او هېڅ لویه ستونزه نه ښکاري چې خبرې دې وځنډوي. دواړه اړخونه هم د خبرو پیل ته د تیارۍ خبرې کوي او د خبرو پیل ته هیله من دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

خبرې به پیلیږي، خو دا مهمه ده چې دا لومړنۍ خبرې به څه ډول وي، ځکه چې څرنګوالی یې مخامخ پر راتلونکو خبرو او د سولې د پروسې پر برخلیک اغېز پرې باسي. دواړه لوري په دې نیت خبرو ته داخلیږي، چې پر بل اړخ خپل نظر او غوښتنې ومني او یا په بله وینا، مقابل لوری مات کړي. دا ذهنیت ستونزه لري، بلکې پکار ده چې دواړه اړخونه په دې نیت خبرو ته ننوځي چې د افغانستان ستونزه حل کړي او سولې ته ورسیږي. دا سمه ده چې د لورو غوښتنې یو مخ هېرېدلی نه شي، خو پکار ده چې اصلي تمرکز پر سوله وي او غوښتنې د همدې سولې پر محور را وڅرخیږي. دویمه او مهمه خبره دا ده چې پیل باید له سختو او اختلافي مسایلو و نه شي. طبعي ده چې سخت او اختلافي مسایل شته او هغه باید حل شي، خو که پیل له سختو مسایلو وشي، نو ستونزې به زیاتې شي. له همدې امله پکار ده چې پیل له اسانه او هغو مسایلو وشي چې دواړه لوري پرې نږدې دریځ لري او په اسانۍ پرې توافق کېدلی شي. په لومړنیو خبرو کې بریا، که څه هم وړه وي، په راتلونکو خبرو ډېر مثبت اغېز کوي او همداسې په لومړنیو خبرو کې ناکامي، په راتلونکو خبرو ډېر منفي اغېز کوي. له همدې امله هر هغه ګام باید واخیستل شي چې د بریا چانس زیاتوي او ناکامي څنګ ته کوي.

اوس چې د خبرو پیل ته نږدې شوي یو، دواړه اړخونه هم باید یو د بل پر وړاندې د توندې ژبې کارونه، تورونه او آن بریدونه تر ممکنه حده راکم کړي. د حسن نیت او سوله ییزې فضا جوړولو لپاره له دواړو اړخونو د مثبتو کارونو تمه کېږي. ولس هم باید له دې پروسه سره د مرستې لپاره له یوه اړخه پر دواړو اړخونو فشار دوامداره وساتي او له بله اړخه دا پروسه له نږدې وڅاري او پرې نه ږدي چې د سولې مخالفین یې تخریب کړي.

Previous Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Next Post

مایک پمپيو: عسکرو مو جنګي جنایت نه بلکې د ازادۍ جګړه کړې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
مایک پمپيو: عسکرو مو جنګي جنایت نه بلکې د ازادۍ جګړه کړې ده

مایک پمپيو: عسکرو مو جنګي جنایت نه بلکې د ازادۍ جګړه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شانګهای سازمان افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی

شانګهای سازمان افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی

جولای 5, 2023
تېر کال د چین د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازه له ۱۶ ميليونو پورته وه

تېر کال د چین د نوې انرژۍ د موټرو د توليد او پلور اندازه له ۱۶ ميليونو پورته وه

جنوري 15, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ