امریکا وایي که د طالبانو ژمنې او عمل سره یو نه شي نو دغه ډله به په نړیواله کچه منزوي شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او په خبره یې له لومړنیو نښو نښانو داسې ښکاري چې دا برید طالبانو کړی دی. د نوموړي په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او دې مسئلې امریکا ته هم په افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیل اندېښنه پیدا کړې ده. سرچینه وایي طالبانو ته په کار ده چې خپل تاوتریخوالی کم کړي او که داسې ونه کړي نو په نړیواله کچه به منزوي شي او پر وړاندې به یې اقدامات ترسره شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز د کورنۍ جګړې وېره هم پر ځای بولي، خو افغان حکومت وایي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه، بلکې د افغان حکومت او نړیوالو ترهګرو ډلو او استخباراتو ترمنځ جګړه ده.
































